د افغانستان بانک پرون شنبه ناوخته د (کب په ۷مه) د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره خبر ورکړ، چې نن يکشنبه به ۱۲ ميليون ډالر په پولي بازار کې لېلام کړي.
په خبرپاڼه کې د افغانستان بانک له خصوصي بانکونو، صرافيو او د پولي خدمتونو د وړاندې کولو له شرکتونو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
د افغانستان بانک ۱۲ ميليونه ډالر په دې موخه لېلاموي، چې د ډالر په مقابل کې د افغانيو ارزښت بېرته يوه ثابت حالت ته را وګرځوي.
وروسته له هغې چې اسلامي امارت په افغانستان کې واک ونيو، ورسره سم د افغانۍ پر وړاندې د ډالر ارزښت هم په چټکه توګه لوړ شو.
دا له هغې وروسته درېيم ځل دی چې د افغانستان بانک د افغانيو ارزښت بېرته پخواني او ثابت حالت ته د ګرځولو په موخه ډالر لېلاموي.