د اسپانیا لومړي وزیر، پدرو سانچز د چنګاښ په ۲۰مه د چهارشنبې په ورځ په واشنګټن کې د ناټو په سرمشریزه غونډه کې ویلي چې لوېدیځ باید د غزې د جګړې په اړه «دوهګوني معیارونه» رد کړي.
سانچز د شمالي اټلانټیک د تړون د ۷۵مې کلیزې په مناسبت ویلي: “که موږ خپلو خلکو ته وایو چې موږ د نړیوال قانون د دفاع لپاره د اوکراین ملاتړ کوو، دا هغه څه دي چې موږ باید له غزې سره وکړو.”
هغه زیاته کړې چې دوی باید له دوهګونو معیارونو څخه پاک سیاسي دریځ ولري.
د اسپانیا صدراعظم همداراز ویلي چې نړۍ باید په فلسطین کې د دې «وحشتناک بشري کړکېچ» د مخنیوي لپاره خپل فشار زیات کړي.
سانچز همدا راز په غزه کې د سمدستي اوربند او د یوه فلسطیني دولت د ټینګښت لپاره د سولې د نړیوال کنفرانس غوښتنه وکړه.
هغه زیاته کړې چې د اوکراین په څېر هېواد کې د ولسواکۍ، ازادۍ او د موجودیت له حقه باید ملاتړ وشي.
په ورته وخت کې د ناټو د سرمشریزې غونډې یو مهم محور له اوکراین سره د پوځي او بشري مرستو نوې ژمنې دي.