Home » افغانستان » د اسيا پراختيايي بانک له افغانستان سره ۴۰۵ ميليونه ډالر مرسته اعلان کړې

د اسيا پراختيايي بانک له افغانستان سره ۴۰۵ ميليونه ډالر مرسته اعلان کړې

د اسيا پراختيا بانک پرون سې‌شنبه د (سلواغې په ۵مه) په يوه بيان کې، له عامو افغانانو سره د ۴۰۵ ميليونه ډالرو مرسته اعلان کړې ده.

دې بانک زياته کړې چې ياده مرسته به خلکو ته د خوراکي توکو پر رسولو، د روغتيايي خدمتونو پر چمتوو کولو او دغه راز پر ښوونه او روزنه د ملګرو ملتونو د ادارو له لوري ولګول شي.

د اسيا پراختيايي بانک د اعلان له مخې به د يادې مرستې ۱۳۵ ميليونه ډالر د خوړو نړيوال پروګرام له لارې يو لک ۷۰زره بې‌وزلو او کروندګرو سره پر مرستې، شاوخوا ۲سوه ميليونه ډالر به د ماشومان لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق يا يونيسف له لارې ۵.۳ ميليونه افغانانو ته روغتيايي خدمتونو پر رسولو او دغه راز شاوخوا له ۱۰زره افغان ښوونکو سره پر مرستې ولګېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...