Home » سیمه او نړی » د اسرائیل صدراعظم عربي متحده اماراتو ته ځي
رویداد خبري آژانس
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو

د اسرائیل صدراعظم عربي متحده اماراتو ته ځي

تمه ده د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو نن عربي متحده اماراتو ته په رسمي سفر ولاړ شي.

د ښاغلي نیتن یاهو دفتر د دې سفر په هکله د تبصرې کولو نه ډډه کړې خو په اسرائیل کې مطبوعاتو تېره ورځ ویلي چې صدراعظم به پنجشبنه د مارچ په ۱۱ (کب۲۱) عربي متحده اماراتو ته ولاړ شي.

په مطبوعاتي راپورونو کې ویل شوي چې بنیامین نتانیاهو به د عربي متحده اماراتو د مشر شیخ محمد بن زاید النهیان سره د ابوظبهي په هوایي ډګر کې وګوري.

عربي متحده اماراتو او اسرائیلو د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په منځګړتوب تیر کال د سپټمبر په میاشت کې په بشپړه توګه د سیاسي اړیکو په عادې کیدو موافقه وکړله.

عربي متحده امارات لومړنی عربي هیواد و چې د اسرئیل سره یې د اړیکو د عادي کولو لپاره د “ابراهیم موافقه” لاسلیک کړله.

وروسته بیا بحرین، سودان او مراکش هم د دې موافقې سره یو ځای شول.

د دې هیوادونو نه وړاندې مصر لومړنی اسلامي هیواد و چې په ۱۹۷۹ کال یې د اسرائیل سره سیاسې اړیکې عادي کړلې او اردن بیا دویم اسلامي هیواد و چې دا کار یې په ۱۹۹۴ میلادي کال کې وکړ.

ټاکل شوې وه چې نیتن یاهو د همدې کال د فبروري په میاشت کې عربي متحده اماراتو ته تللی و خو دا چې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره اسرائیل په تګ راتګ محدودیتونه وضع کړي و، دا سفر هم وځنډید.

بنیامین نتانیاهو د ۲۰۰۹ کال راپدیخوا د اسرائیل صدراعظم دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...