د اروپا د فوټبال جام په سیالیو کې تېره شپه سویس ترکیې ته ماته ورکړه او ایټالیا له وېلزه وګټله.
ایټالیا او وېلز دواړه د ۱۶ ټیمونو پړاو یا پري کوارټرفاینل ته هم وتلي دي.
د باکو په المپيک سټډيوم کې د سویس ټيم درې پر یو ترکیه له مخې لیرې کړه. د سویس لپاره دوه ګولونه جردان شقیري او یو ګول هم هاریس سیفاروویچ وواهه.
اخوا د اې ګروپ په بله لوبه کې بېګا شپه ایټالیا خپل مېلمه ټیم وېلز ته یو ګول ورکړ او ماتهیې ورکړه.
تمه ده د اروپا د فوټبال جام په سیالیو کې د دوشنبې په ماښام څلور لوبې وشي.
فنلنډ له بلجیم سره مخ کېږي، روسیه له ډنمارک سره لوبه لري اوکرائین او اتریش مخ دي او شمالي مقدونیه هم له هالند سره لوبه لري.
د اروپا د فوټبال جام سیالۍ د جون په ۱۱مه پيل شوي او د جولای تر ۱۱مې دوام کوي.