Home » افغانستان » د احصایې ملي اداره:ایران کې افغان کډوالو ته د برېښنایي پېژندپاڼو وېش بهیر پیل شوی
رویداد خبري آژانس

د احصایې ملي اداره:ایران کې افغان کډوالو ته د برېښنایي پېژندپاڼو وېش بهیر پیل شوی

ایران کې د افغان کډوالو ته د برېښنایي پېژندپاڼو وېش بهیر پیل شوی

راپورونه وایي چې ایران کې مېشتو افغان کډوالو ته د برېښنایي پېژندپاڼو وېش بهیر پیل شوی دی.

د احصایې ملي ادارې د معلوماتو له مخې، دا پروسه روانه اوونۍ د افغان او ایراني چارواکو په حضور کې په یو لړ ځانګړو مراسمو پیل شوې ده.

د یادې ادارې په خبره، افغان کډوالو ته د الکترونیکي پېژندپاڼو وېش دوه مرکزونه په تهران او دوه نور په مشهد کې فعال شوي دي او دوی په پام کې لري چې ژر به یو بل مرکز د یاد هېواد په کرمان ښار کې هم فعال کړي.

د احصایې ملي اداره وایي، ایران کې کډوالو ته ورکول کېدونکي پېژندپاڼې په کابل کې چاپ او بیا ایران ته استول کېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...