Home » افغانستان » دفاع وزارت: په غزني کې د دوه موټربم چاودنو مخنیوی شوی

دفاع وزارت: په غزني کې د دوه موټربم چاودنو مخنیوی شوی

د افغانستان ملي دفاع وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي چې په غزني کې د دوو موټر بمونو د چاودنو مخنیوی يې کړی.

په خبر پاڼه کې د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي وویل وسلوالو طالبانو دوه مازدا ډوله موټر له چاودیدونکو توکو ډک کړي وو او نیت یې درلود څو د امنیتي ځواکونو په پوستو بریدونه وکړي.

احمدزي زیاته کړه د هېواد هوایي ځواک دغه موټر د غزني ولایت په “اندړو” ولسوالۍ کې په نښه کړل چې په پایله کې دواړه موتړ له دوو تنو وسلوالو سره په بشپړه توګه له منځه یوړل شول.

وسلوالو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...