د خوړو نړيوال سازمان په افغانستان کې د ماشومانو ناسم روغتيايي وضعيت ته په پام سره خبرداری ورکړی، چې ښايي په راتلونکې کې په افغانستان کې پر خوار ځواکۍ د اخته ماشومان شمېر خورا ډېر شي.
دې سازمان تازه نن دوشنبه د (کب په ۲۳مه) ويلي، چې د افغانستان ټولو ولايتونو له ډلې په ۲۸ هغو کې ماشومان ډېر پر خوارځواکۍ اخته شوي او پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر زياتېدل د اندېښنې وړ دي.
د خوړو نړيوال سازمان د راپور له مخې، دا مهال په افغانستان کې په ټولهييز ډول ۳.۴ ميليونه ماشومان په بېړنيو خوړو او درملنې ته اړتيا لري.
نوموړي سازمان د خپلو اندېښنې د شريکولو ترڅنګ ډاډ ورکړی، چې له يو شمېر نورو نړيوالو خېريه بنسټونو سره په ګډه افغان ماشومانو ته د مرستو رسولو په موخه ګډې هڅې کوي.
دا په داسې حال کې ده چې دامهال افغانستان د اقتصادي ستونزو له امله له يوه سخت بشري ناورين سره مخ دی او حکومت نه دی توانېدلی چې د ياد ناورين مخه ونيسي.