د خوړو نړيوال سازمان يا WFP وايي، هڅه کوي چې د روان کال تر پايه هغو اړمنو افغانانو ته کافي مرستې ورسوي چې له دوی سره راجسټر شوي دي.
د دې سازمان وياند وحيد اماني بيبيسي ته ويلي، د نوموړي سازمان له پلان سره سم هغو افغانانو ته چې د سروې له مخې تشخيص شوي، د خوړو او اړينو مرستو د رسولو په موخه ۲سوه ميليون ډالرو ته اړتيا لري.
نوموړي زياته کړې چې د خوړو نړيوال سازمان تر دې مهال د ټول هېواد په کچه ۱۰ ميليونه افغانانو ته خوارکي توکي او نورې لومړنۍ مرستې رسولي خو په خبره يې هڅه کوي چې دا کچه ۱۴ ميليونه کسانو ته پورته کړي.
اماني زياته کړې چې د خوړو نړيوال سازمان په افغانستان کې خپل کاري ظرفيت لوړ کړی او په راتلونکي ۲۰۲۲ زېږديز کال کې به ۲۳ ميليونه هغو افغانانو ته مرستې ورسوي چې د ياد سازمان د موندنو به مخې د خوړو له درکه خوندي نه دي پېژندل شوي.
نوموړي له بيبيسي سره په خبرو کې هغه اوازې هم رد کړي چې ګواکې د خوړو نړيوال سازمان د مبايل او يا هم د ايمېل له درکه د اړيکې په صورت کې خلکو ته مرستې رسوي.
دا مهال په افغانستان کې له نيمايي زيات خلک د خوړو له کموالي سره مخ دي او نړيوالو خېريه بنسټونو يې په اړه له نړيوالې ټولنې د جدي مرستو او همکاريو غوښتنه کړې ده.