زلمی خلیلزاد وایي که وسله وال طالبان د خپل پایښت لپاره یوازې یوه لار لري او هغه هم سوله ده.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د امریکا کانګریس ته په خپلو خبرو کې ویلي دا ګنګوسې بې ځایه دي چې ګواکي د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته به افغان پوځ له ماتې سره مخ شي.
خلیلزاد په وینا افغان پوځ پیاوړی دی او د نړیوالې ټولنې ملاتړ له ځان سره لري.
هغه د طالبانو د جګړو په اړه هم ویلي چې دغه ډله د خپل پایښت لپاره یوازې یوه لار لري او هغه هم دا ده چې د سولې له پروسې سره یو ځای شي.
د نوموړي په خبره که طالبان جګړو ته ادامه ورکړي او د جګړو له لارې واک ته د رسېدو کوښښ وکړي نو د نړیوالو او سیمه ییزو هېوادونو له بندیزونو او انزوا سره به مخ شي.
هغه همدا راز پر هغو هېوادونو چې پر طالبانو نفوذ لري غږ کړی څو یاده ډله سمې لارې ته وهڅوي.
خلیلزاد زیاته کړې چې دوی په افغانستان کې د دایمي ثبات د راوستو لپاره هڅه کوي او له هرې ممکنې لارې په دې لټه کې دي چې دلته روانه جګړه ختمه کړل شي.
د امریکا د کانګریس غړو هم ټینګار کړی چې باید طالبان له جګړو را وګرځول شوي او د سولې لپاره پر خپلو کړو ژمنو دې عمل وکړي.