Home » افغانستان » خلیلزاد: جګړه او سوله دواړه نه کېږي، طالبان باید یو وټاکي
رویداد خبري آژانس
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد

خلیلزاد: جګړه او سوله دواړه نه کېږي، طالبان باید یو وټاکي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له شپېګل مجلې سره په تازه مرکه کې ټینګار کړی چې دوی په افغانستان کې د جګړو د ختمولو په لټه کې دي.

د خلیلزاد په وینا طالبان باید په دې پوه شي چې سوله او جګړه یو ځای نه کېږي او له دې دواړو باید یو انتخاب کړي.

هغه زیاته کړې چې طالبان هم د خبرو له لارې د جګړې پر ختمولو باوري دي نو له همدې امله په کار ده چې مذاکرات چټک شي او جګړې ختمې کړل شي.

هغه د استانبول کنفرانس د طالبانو لپاره ستر ازمويښت بللی او په خبره یې هلته به دوی دا واضح کوي چې رښتینې سولې ته ژمن دي کنه.

خلیلزاد د افغان سیاستوالو پر سیاسي اختلافونو هم نیوکه کړې او په خبره یې که دغه شخصیتونه سره یو لاس نه شي او اختلافاتو ته ادامه ورکړي نو ښايي افغانستان د نویيمو کلونو له برخلیک سره مخ کړي او طالبانو ته د جګړو د دوام زمینه برابره کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...