Home » افغانستان » حکومت په غزې کې د اسرائيلو هوايي بريدونه وغندل

حکومت په غزې کې د اسرائيلو هوايي بريدونه وغندل

د افغانستان بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره د فلسطين په غزې کې د اسرائيلو هغه هوايي بريدونه وغندل، چې په کې ۱۰تنه وژل شوي دي.

د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې چې د دې وزارت وياند عبدالقهار بلخي په خپل ټوېټر کې خپره کړې، د اسرائيلو دغه بريدونه پر عامو فلسطينيانو ظلم بللی شوی او ويل شوي، چې په دې بريدونو کې ګڼ شمیر فلسطینیان وژل شوي او ټپيان شوي دي.

په اعلاميه کې غوښتنه شوې، چې پر فلسطينيانو دې ورته بريدونه ژر تر ژره ودرول شي.

په اعلاميه کې له نړیوالو هم غوښتنه شوې، چې د فلسطينيانو پر وړاندې دې د اسرائیلو د دولت روان تېريو په مخنيوي کې خپل مسووليت ادا کړي.

اسرائيلي ځواکونو ادعا کړې چې د يادو بريدونو په ترڅ کې يې د وسله‌والو يو مهم قومندان وژلی دی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټروډو استعفا ته د ټرمپ غبرګون: کاناډا باید زموږ ایالت شي

د کاناډا لومړي وزیر جاسټین ...