د افغانستان سرپرست حکومت د پاکستان بهرنيو چارو وزارت هغه ادعا رد کړه، چې په افغانستان کې يې د ځينو وسلهوالو ډلو د موجوديت او له امله يې پاکستان او سيمې ته د احتمالي خطر پيښېدو په اړه کړې وه.
د حکومت د وياند مرستيال بلال کريمي رويداد خبري اژانس ته په دې اړه وويل، چې د ترهګرۍ په برخه کې د حکومت پاليسي واضيح ده او هېڅکله به چا ته اجازه ورنه کړل شي، چې د افغانستان له خاورې څخه نورو هېوادونو ته خطر پېښ کړي.
نوموړي د پاکستان بهرنيو چارو وزارت وياند عاصم افتخار پرونۍ هغه خبرې بې ځايه بللي، چې ګواکې يو شمېر ترهګرۍ ډلې په افغانستان کې له مودې راهيسې موجودې دي او دا ډلې په اوږدمهال کې په خپله د افغانستان او دغه راز د پاکستان او سيمې هېوادونو لپاره ګواښ پېښولی شي.
د کريمي په خبره، دامهال د بل هر وخت په پرتله د هېواد ټولې پولې خوندي، امنيت ټينګ شوی او له افغانستان څخه د ترهګرۍ د صادرېدو هېڅ وېره نشته.
د پاکستان بهرنيو چارو وزارت وياند د ملګرو ملتونو وروستي راپور ته په اشارې، چې د طالبانو او القاعده ترمنځ د اړيکو او دغلته د القاعده جنګياليو د موجوديت په اړه په کې تمرکز شوی ويلي و، چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو موجوديت يو شريک خطر دی او د مخنيوي په موخه يې د افغانستان له سرپرست حکومت سره همکارۍ او ښکېلتيا ته اړتيا ده.
عاصم افتخار زياته کړې، هېوادونه کولی شي چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره د وړتيا لوړونې په شمول له مختليفو لارو همکاري وکړي، څو د نوموړي په خبره په دې توګه طالبان په خپله په مؤثر ډول يادې ډلې له منځه يووسي.