د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوايي خدمتونو د پراختيا او په هوايي ډګرونو کې د لازمو اسانتياوو او خدمتونو د وړاندې کولو په موخه، د ګاک په نوم د عرب متحده اماراتو له يوه شرکت سره قرارداد لاس ليک کړ.
د دې وزارت سرپرست حميدالله اخندزاده نن پنجشنبه د (وږي په ۱۷مه) د ياد قرارداد د لاسليک پرمهال وويل، چې دغه قرارداد د هوايي لارښوونو د پراختيا او دغه راز په هوايي ډګرونو کې د اړينو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه لاسليک شو.
نوموړي زياته کړه، چې د دې قرارداد پر بنسټ به له يوې خوا د مسافر وړونکو الوتکو خونديتوب زيات او له بلې خوا به په ياده تخنيکي برخه کې افغان ظرفيتونه وروزل شي.
اخندازه د هوايي ډګرونو تخنيکي سمبالښت هم د تازه لاسليک شوې هوکړې يو عمده هدف ياد کړ او زياته يې کړه، چې نوموړی قراردادي شرکت به د هوايي ډګرونو د تخنيکي سمبالتيا په موخه له هوايي ډګرونو سره مرسته کوي.
په ورته وخت کې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت عملياتي معين غلام جيلاني وايي، چې حکومت د تېر يوه کال په موده کې د پروازونو بيا پيلولو او معياري کولو په موخه له يو شمېر شرکتونو سره په اړيکه کې و. د نوموړي په خبره په دې ترڅ کې پرېکړه وشوه چې د هوايي لارښوونو تخنيکي قرارداد دې له ګاک شرکت سره لاسليک شي.
وفا زياتوي، چې له ګاک شرکت سره له قرارداد وروسته ښايي په راتلونکو ۶ مياشتو کې د هوايي لارښوونو خدمتونه پر نړيوالو معيارونو برابر پيل شي.
د نوموړي په خبره، دا امکان هم شته چې تر راتلونکو ۲ مياشتو به يو شمېر بهرني هوايي شرکتونه لکه ترکش ايرلاين، فلا دوبۍ او امارات؛ افغانستان ته بېرته الوتنې پيل کړي.
وفا له افغانستان څخه د امريکا ځواکونو د وتلو پرمهال د کابل هوايي ډګر وېجاړول عمده ستونزه او دغه راز له افغانستان څخه د هوايي ډګرونو د مديريت په برخه کې د تخنيکي ظرفيتونو وتل، لويه تشه ياده کړه.