د صنعت او سوداګرۍ وزير نورالدين عزيزي په يوه تازه اقدام کې له بهر څخه د هغو مشابح توکو پر واردولو بنديز لګولی، چې په کور دننه عملا د صنعتکارانو له لوري توليدېږي.
عزيزي پرون سېشنبه د (غبرګولي په ۲۴مه) د هرات له صنعتي ښارګوټي د ليدنې پرمهال خبريالانو ته ويلي، چې له دې وروسته بايد هغه توکي چې په کور دننه د صنعتکارانو له لوري توليدېږي، هېواد ته وارد نه شي.
نوموړي زياته کړې، چې دا کار په دې موخه کوي څو کورني پانګوال او صنعتکاران توليد ته وهڅوي او کورني بازارونه د دوی په اختيار کې ورکړي.
عزيزي ويلي، چې له بهر څخه د مشابح توکو د مخنيوي په موخه به له واردوونکو سره د قانوني چلند ترڅنګ پر مشابح توکو د مالياتو د زياتولو او دغه راز د قاچاقي لارو بندولو له معقولو غوراويو کار واخلي.
په همدې حال کې د هرات د سوداګرۍ خونې رئيس حميدالله خادم ويلي، چې د تېرو کلونو پرمهال په ګمرکونو کې د فساد او قاچاق له امله بې کيفيته مشابح توکي له بهر واردېدل او دې کار کورني پانګوال له سختو ستونزو سره مخ کړي وو.
نوموړي زياته کړه، چې حکومت دې د يادو توکو په مخنيوي سره کورنيو پانګوالو ته پاملرنه زياته او د ستونزو په حل کې دې ورسره مرسته وکړي.
دامهال افغانستان په شاوخوا ۷۰ ډوله د خوراکي او رغنيزو توکو په توليدېدونکو اقلامو کې پر ځان بسيا دی او له دې پرته نور د اړتيا وړ توکي له ګاونډيو هېوادونو واردوي.