Home » افغانستان » حکومت؛ په افغانستان کې د داعش فعاليت په اړه د امريکا ادعاوې رد کړې

حکومت؛ په افغانستان کې د داعش فعاليت په اړه د امريکا ادعاوې رد کړې

د اسخباراتو عمومي رياست د امريکا د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال کينټ مکېنزي هغه څرګندونې رد کړې چې څو ورځې وړاندې يې په افغانستان کې د داعش ډلې د فعاليتونو او دغه راز د يادې ډلې د احتمالي پياوړتيا په اړه کړې وې.

د اسختباراتو عمومي رياست تازه په يو لړ ټوېټونو کې د مکېنزي څرګندونو د ردولو ترڅنګ، يادې څرګندونې داعش ډلې ته د کمپاين کولو برخه بللې ده.

دې رياست زياته کړې چې داعش ډله يوه استخباراتي پروژه ده او په خبره يې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو له ماتېدو سره ياده پروژه هم په بشپړه توګه له منځه تللې ده.

د اسختباراتو رياست داعش ډله خوارج او فتنه بللې او زياته کړې يې ده چې ياده ډله دامهال د افغانستان په هېڅ سيمه کې فزيکي حضور نه لري. نوموړي رياست افغان ولس، ګاونډيو هېوادونو او نړۍ ته ډاډ ورکړی چې ياده پديده په هېڅ صور د اندېښنې وړ نه ده.

کينټ مکېنزي ويلي و، چې طالبان د داعش ډلې پر وړاندې په مبارزه کې ناکام شوي دي او په خبره يې له همدې کبله راتلونکی اوړی په افغانستان کې د داعش او طالبانو ترمنځ د سختې جګړې د پيلېدو احتمال شته.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...