Home » افغانستان » حنیف اتمر: ډیری خوشې شوي طالب بندیان بیرته جګړو ته تللي

حنیف اتمر: ډیری خوشې شوي طالب بندیان بیرته جګړو ته تللي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر وايي ۹۰سلنه خوشې شوي طالب بندیان بېرته د جګړې ډګر ته تللي دي.

ښاغلي اتمر پرون وویل طالبانو د خپل توافق په خلاف ۹۰سلنه خوشې شوي بندیان بیا د جګړو لیکو ته لیږلي، تاوتریخوالی یې زیات کړی او له القاعدې او نورو نړیوالو تروریستي ډلو سره یې خپلې اړیکې ساتلې دي.

په همدې حال د افغانستان لومړي مرستیال امرالله صالح هم په خپل فیسبوک پاڼه کې لیلکي: “موږ د سولې په هیله زندانیان خوشې کړل، په داسې حال کې چې طالب د دوحې له توافق څخه او زموږ د خیر او نیک نیت څخه بل تعبیر کړی دی”.

وسلوالو طالبانو د افغان چارواکو څرګندونو ته تر اوسه څه نه دي ویلي.

د معلوماتو له مخې د افغان حکومت له زندانونو څخه د ۲۰۲۰ کال تر وروستیو پورې ۵۵۰۰ طالب بندیان خوشې شوي دي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...