Home » افغانستان » حنیف اتمر:له افغان ځواکونو سره د طالبانو روانه جګړه هېڅ ډول توجیه نه‌ لري
رویداد خبري آژانس
حنیف اتمر

حنیف اتمر:له افغان ځواکونو سره د طالبانو روانه جګړه هېڅ ډول توجیه نه‌ لري

د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر ویلي له افغان ځواکونو سره د طالبانو روانه جګړه کومه توجيه نه لري او هر څومره ژر چې وي طالبان باید تاوتریخوالی کم او له دولت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي

حنيف اتمر د هوور څیړنیز مرکز سره په خبرو کې ویلي طالبانو سره د خبرو لومړني ټکي به په بشري اوربند موافقه، ګډ راتلونکي پلانونه، اساسي قانون، د سولې تړون عملي کول او ورته نور مسایل وي.

اتمر ویلي په هر ډول هوکړه کې به جمهوریت، د بشري حقونو او جوړو شویو بنسټونو ساتنه سرې کرښې وي او نړیوال باید له طالبانو سره د شوني تړون د عملي کېدو ضمانت وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...