Home » افغانستان » حنیف اتمر:د پاکستان راکټي بریدونه په هيڅ صورت د منلو نه دي
رویداد خبري آژانس
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر،او په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان

حنیف اتمر:د پاکستان راکټي بریدونه په هيڅ صورت د منلو نه دي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په کابل کې د پاکستان له سفیر سره په لیدنه کې، له نوموړي غوښتي چې پر افغان خاوره د پاکستاني پوځیانو له لوري د راتوغول کېدونکو راکټو په اړه د کابل جدي اندیښنه پاکستاني چارواکو ته ورسوي.

دغه وزارت نن یکشنبه (دسلواغې ۱۹مه نېټه) په یوه خپره شوې خبرپاڼې کې ویلي، حنیف اتمر د پاکستان سفیر منصور احمد خان ته ویلي چې دا راکټي بریدونه د ټولو اصولو خلاف او په هیڅ صورت د منلو نه دي.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي ، په دې لیدنه کې دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او د خبرو له لارې د مسائلو پر حل ټینګار شوی دی.

د یادونې ده چې پاکستان د تېرې پنجشنبې په ورځ له یوې لنډې مودې وقفې وروسته یو ځل بیا پر کونړ راکټي بریدونه کړي او خلکو ته یې ګڼ مالي زیانونه اړولي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...