Home » افغانستان » حنفي: په افغانستان کې د پانګونې لپاره لازمې اسانتياوې رامنځته شوي

حنفي: په افغانستان کې د پانګونې لپاره لازمې اسانتياوې رامنځته شوي

د رئيس‌الوزرا دويم مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي وايي، په افغانستان کې د پانګونې لپاره د امنيت ټينګښت لومړنی او اساسي شرط دی چې د نوموړي په دا مهال په افغانستان سرتاسري امنيت ټينګ دی.

نوموړي چې نن يک‌شنبه د (سلواغې په ۱۷مه) يې د اقتصادي کمېسيون په لومړنۍ غونډه کې خبرې کولې وويل، اسلامي امارت د اقتصادي پياوړتيا په موخه د خصوصي سکټور بشپړ ملاتړ ته چمتوو دی او زياته يې کړه چې پانګوال په هره برخه کې چې وغواړي، پانګونه کولی شي.

حنفي دغه راز په حکومتې چارو کې د بېروکراسۍ پر موجوديت اعتراف وکړ؛ خو وې ويل چې پانګوالو ته د اسانتياوو رامنځته کولو په موخه د بيروکراسۍ له منځته وړل اړين دي او حکومت دې کار ته ژمن دي.

په همدې حال کې نوموړي له پانګوالو وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او حکومت به ورته د پانګونې لپاره نور لازم او اړين شرايط هم برابر کړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...