د رئيسالوزرا دويم مرستيال عبدالسلام حنفي وايي، امريکا تر اوسه هم په بشپړه توګه د دوحې هوکړې ته ژمنه نه ده پاتې شوې لا هم د نوموړي هېواد له لوري د يادې هوکړې يو لړ موارد نقض کېږي.
نوموړي چې نن يې د امريکا- اسلامي امارت ترمنځ په دوحې کې د شوې هوکړې د لاسليک دويمې کليزې په مناسبت جوړو شوو مراسمو ته خبرې کولې وويل، اړتيا ده چې امريکا هم د دوحې هوکړې ته په هغه ډول ژمنه پاتې شي، څنګه چې يې اسلامي امارت په تطبيق کې ژمن دی.
عبدالسلام حنفي زياته کړه چې له جګړې وروسته د افغانستان په ابادۍ کې د امريکا ونډه، له تور لېسټ څخه د اسلامي امارت د مهمو غړو نومونه لرې کول او د حکومت په رسميت پېژندل د دوحې هوکړې هغه عمده موارد دي، چې د امريکا له لوري نه دي تطبيق شوي.
نوموړي په همدې حال کې د امريکا په شمول له سيمې او نړۍ سره د افغانستان تعامل او سياسي اړيکو لرلو ته هم اشاره وکړه او زياته يې کړه، چې د افغانستان بهرنۍ اړيکې پر متقابل احترام ولاړې دي او په خبره يې د همدې اصل پر بنسټ اسلامي امارت له سيمې او نړۍ سره د ښو او مثبتو اړيکو غوښتونکی دی.
حنفي ټينګار کوي چې دامهال جګړه پايته رسېدلې او د ملي يووالي او ګډ کار له مخې دې د افغانستان ابادۍ ته لومړيتوب ورکړل شي.