محب:
د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ویلي، په افغانستان کې د سولې د هڅو د پیاوړتیا او د تاوتریخوالي مخنیوي لپاره پر طالبانو د ملګرو ملتونو امنیت شورا بندیزونه مهم دي.
محب دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د بندیزونو هغې کمېټې ته چې پر طالبانو د ۱۹۹۸ کال د بندیزونو څارنه کوي، خپله وینا کې کړې دي.
نوموړي یادې کمېتې ته ویلي، افغانستان او متحدین به یې دا ډاډ ترلاسه کوي چې پر طالبانو د ملګرو ملتونو بندیزونه دا ډله له تاوتریخوالي راګرځوي او د سولې هڅې پیاوړې کوي.
خو طالبانو بیا ټینګار کړی چې له امریکا سره یې د خپلمنځي هوکړې له مخې باید د مشرانو نومونه د ملګرو ملتونو د بندیزونو له لېست لرې شي.
دغه ډله وایي، له امریکا سره یې د خپلمنځي تړون پر ټولو برخو عمل کړی دی او اوس باید مقابل لوری هم خپلې ژمنې پوره کړي.