په امریکا کې د پاکستان پخوانی سفیر او ددغه هېواد د سیاستونو منتقد سیاستوال حسین حقاني وایي پاکستان په تېرو شلو کلونو کې د طالبانو ملاتړ ته ادامه ورکړې ده او په افغانستان کې د ځینو ورانکاره فعالیتونو تر شا دی.
د حقاني په خبره نړیوال په دې پوهېدلي چې باید پاکستان نور په افغانستان کې له ورانکاریو او د وسله والو ډلو له ملاتړ را وګرځول شي.
حقاني وایي که نړیوال د افغان حکومت او پاکستان ترمنځ هوکړه رامنځ ته کوي نو ستره موخه به یې دا وي چې دواړه هېوادونه به د یو بل په چارو کې لاسوهنه نه کوي او تر څنګ به یې د یو بل پر ضد د خاورې کارېدو ته هم اجازه نه ورکوي.
هغه ویلي طالبان لا هم په پاکستان کې فعال مرکزونه لري، د مشرانو کورونه یې هلته دي، نظامي او سیاسي شوراګانې لري او پاکستانی حکومت باید دغه لړۍ پای ته ورسوي.
حسین حقاني تر دې وړاندې هم په سیمه کې له ترهګرۍ د ملاتړ په تړاو د پاکستان پر سیاستونو نیوکې کړې وې.