د امريکا ولسمشر جوبايډن بېګاه شپه ناوخته د (زمري په ۱۰مه) اعلان وکړ، چې د هوايي بريد له لارې يې د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د القاعده شبکې مشر ايمن الظواهري وژلی دی.
نوموړي زياته کړې، الظواهري د اسامه بن لادن نږدې او عتمادي کس دی چې د نوموړي له وژل کېدو وروسته يې د القاعده شبکې مشري په غاړه واخيسته.
د بايډن په خبره، نوموړي د سپټمبر په ۱۱مې پېښې کې چې له امله ۲۹۷۷ تنه وژل شوي وو، هم ژور لاس درلود. نوموړي زياته کړې، چې په کابل کې له عملياتو وروسته د ترهګرو دغه مشر نور په نړۍ کې نشته.
له ۲۰۰۱ کال را په دې خوا ايمن الظواهري د امريکا لپاره يو هدف وو او له همدې کبله يې د نوموړي پر سر ۲۵ ميليونه ډالر جايزه هم اعلان کړې وه.
طالبانو په کابل کې د امريکا له لوري ترسره شوی هوايي بريد د قطر د هوکړې نقض او د يادې هوکړې خلاف عمل بللی دی.
د سرپرست حکومت وياند ذبيحالله مجاهد په دې اړه خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې د استخباراتي مالوماتو پر بنسټ دا بريد د امريکا بېپيلوټه الوتکې په وسيله شوی او په خبره يې دا کار د افغانستان او امريکا د سيمهييزو ګټو خلاف عمل دی.
الظواهري د مصر وګړی دی، چې په پاکستان کې د امريکا له لوري د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د اسامه بن لادن له وژل کېدو وروسته، د القاعده شبکې د مشر په توګه ټاکل شوی و.
له دې وړاندې هم د الظواهري د وژل کېدو په تړاو راپورونه ورکړل شوي وو.