د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وايي د ۲۰۱۵ اتومي تړون د بیا عملي کېدو لپاره د امریکا متحده ایالتونه باید لومړی ګام واخلي او پر ایران لګول شوي بندیزونه لېرې کړي.
ښاغلي ظریف د یکشنبې په ورځ (د کب۳ مه نېټه) ټېنګار وکړ چې تهران به په دې اړه لومړی ګام نه اخلي.
امریکا تېره اونۍ وویل چې غواړي بېرته د ۲۰۱۵ اتومي تړون ته ور وګرځي. دا تړون ایران نه پرېږدي چې اتومي وسلې ولري او په بدل کې یې پر دغه هېواد اکثره نړیوال بندیزونه لېرې کیږي.
د امریکا پخواني ولسمشر دونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کې له دغه تړون څخه وتلی و او پر ایران یې بندیزونه هم لګولي وو. هغه ویلي وو چې دا تړون د ایران په ګټه دی. ایران هم په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې دغه تړون ته ژمن نه دی.
ښاغلي ظریف د ایران انګلیسي ژبې تلویزون ته وویل: « امریکا د بندیزونو تر لېرې کېدو مخکې نشي کولی بېرته له دغه تړون سره یو ځای شي… هرکله چې ټولو اړخونو خپل تعهدات عملي کړل، بیا به خبرې کیږي.»
دغو بندیزونو او د کروناویروس ایران په اقتصادي لحاظ ډېر ځپلی دی.
تېرکال د ایران پارلمان یو قانون تصویب کړ چې حکومت مجبوروي هغه الحاقي پروتوګول لغوه کړي چې د اتومي انرژۍ نړیوال سازمان ته اجازه ورکوي په ایران کې هغو ځایونو کې هم لنډمهالې ارزونې وکړې چې مشخص شوي نه دي.
په همدې حال کې د ایران دولتي رسنۍ وايي چې د اتومي انرژۍ د نړیوال سازمان داریکټر جنرال رافایل ګروسي په تهران کې دی چې ایران د اتومي انرژۍ له مشر سره د «ضروري فعالیتونو د تائید» مسئله وارزوي.
د اتومي انرژۍ په نړیوال سازمان کې د ایران استازي کاظم علي ابادي په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې د ایران د اتومي انرژۍ سازمان مشر علي اکبر صالحي له ښاغلي ګروسي سره «د متقابل احترام په اساس مثمرې خبرې