Home » افغانستان » جرمني: له طالبانو سره د خپلو نورو افغان همکاران د اېستلو په اړه مذاکرات روان دي

جرمني: له طالبانو سره د خپلو نورو افغان همکاران د اېستلو په اړه مذاکرات روان دي

جرمني خبر ورکړی چې له افغانستان څخه يې د هغو افغان همکارانو د ايستلو لړۍ روانه ساتلې چې په تېرو شلو کلونو کې يې د دغه هېواد له اړوند ماموريتونو سره کار او همکاري کړې ده.

دا څرکندونې د جرمني بهرنيو چارو وزير هايکو ماس د ګنرال انتسايګر له ورځپاڼې سره په مرکه کې کړې دي. نوموړي ويلي چې له افغانستان څخه د خپلو همکارانو د ايستلو په ترڅ کې يې تر دې مهال ۲زره همکاران د پاکستان له لارې ايستلي او يو شمېر نور لا هم په افغانستان کې دي.

نوموړي ويلي چې په افغانستان کې د بند پاتې همکارانو د ايستلو په موخه يې، له طالبانو سره مذاکرات پيل او جاري ساتلي دي او په دې توګه به په افغانستان کې پاتې هغو زرګونه افغان همکارانو د ايستلو خوندي لار برابره شي چې په جرمني کې يې اقامت ترلاسه کړی دی.

له جرمنې وړاندې د امريکا په شمول يو شمېر نورو اروپايي هېوادونو هم ويلي چې په افغانستان کې يې لا هم يو شمېر افغان همکاران بند پاتې دي او هڅه کوي چې د دوی د ايستلو په موخه خوندي لار برابره کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...