Home » سیمه او نړی » جرمني؛ اوکراين ته سټينګر او د ټانک ضد وسلې ورکوي

جرمني؛ اوکراين ته سټينګر او د ټانک ضد وسلې ورکوي

د روسيې او اوکراين ترمنځ د جګړې په لړ کې جرمني تازه اوکراين ته د نوو وسلو د ورکړې پرېکړه کړې ده.

د يادې پرېکړې له مخې به ۱۰۰۰ د ټانک ضد او ۵۰۰ د الوتکو ضد سټينګر توغندي اوکراين ته ورکړل شي.  جرمني دغه راز هالنډ ته هم اجازه ورکړې چې په جرمني کې جوړ شوي د ټانک ضد لسګونه دستګاوې اوکراين ته ورکړي.

د جرمني لومړي وزير اولاف شولز د اوکراين جګړه اشغال او مهم بدلون بللی دی. نوموړي ويلي، لوېديځ دنده لري چې هر ډول ممکن اقدام وکړي څو په خبره يې اوکراين د روسيې پر وړاندې خپله دفاع وکړي.

له دې سره هالنډ لومړي وزير مورا ويڅکي بيا نيوکه کړې چې لوېديځ پر وخت اوکراين ته وسلې نه دي ورکړي. د نوموړي حکومت پرېکړه کړې چې ۲۰۰ سټينګر توغندي او د ټانک ضد ۵۰ دستګاوې به د هغوی له ۲۰۰ توغنديو سره يو ځای ژر اوکراين ته ولېږي.

د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي د يادو پرېکړو هرکلی کړی او ټينګار يې کړی چې جرمني او هالنډ دې خپل دې دريځ ته دوام ورکړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...