نړيوالو رسنيو د جاپان دولتي ټلوېزيون NHK په حواله خبر ورکړی چې د دغه هېواد اوساکا ښار په روغتون کې اور لګېدلی او زياتوي چې د يادې اور لګېدنې ډېری قربانيان په روغتون کې موجود ناروغان وو.
په راپورو کې ويل شوي، يوه کس چې ګومان کېږي پر رواني ناروغۍ اخته دی، اوبلن ګاز روغتون ته راوړی و او له همدې کبله اور لګېدنه رامنځته شوې ده.
په دې پېښه کې د ۲۷ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی. پوليسو ويلي چې د هغه کس د نيول کېدو هڅې يې پيل کړې چې د يادې اور لګېدنې لامل شوی دی.