Home » افغانستان » جاپان د روغتيا په برخه کې له افغانستان سره ۳ ميليون ډالرو مرسته کوي

جاپان د روغتيا په برخه کې له افغانستان سره ۳ ميليون ډالرو مرسته کوي

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق يا يونېسف وايي، ټاکل شوې چې جاپان له افغانستان سره د روغتيا په برخه کې ۳ ميليون ډالره مرسته وکړي.

يونېسف زياته کړې چې د جاپان له لوري له افغانستان سره دغه کېدونکې مرسته به د ماشومانو روغتيا پر بېلابېلو برخو لکه د روغتيا ساتنې، خوړو او د ماشومانو پر ملاتړ ولګول شي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق يا يونېسف په دې اړه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، د يادې مرستې پر مټ کولی شي چې په افغانستان کې ۶۹زره هغو ماشومانو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي، چې په وروستيو کلونون کې له خپلو مېنو بې ځايه شوي دي.

د دې صندوق د مالوماتو له مخې، يونېسف په پام کې لري په روان ۲۰۲۲ زېږديز کال کې له ‍۱۲.۹ ميليونه افغان ماشومانو سره په بېلابېلو برخو کې مرسته وکړي.

جاپان له ۲۰۱۵ زېږديز کال را په دېخوا تر دې مهاله د يونېسف له لارې له افغان ماشومانو سره ۱۱۴ ميليون ډالر مرسته کړې ده.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...