Home » سیمه او نړی » جان کري: امریکا او اروپايي ټولنه دې د اقلیمي بدلونونو برخه کې ګډې هڅې وکړي
رویداد خبري آژانس

جان کري: امریکا او اروپايي ټولنه دې د اقلیمي بدلونونو برخه کې ګډې هڅې وکړي

د چاپیریال ساتنې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي ویلي، مخکې تر دې چې د نړۍ د اقلیمي بدلونونو تخریب د نه جبران حالت ته ورسېږي، اړتیا ده چې د امریکا متحده ایالات او اروپایي ټولنه دې برخه کې ګډې هڅې وکړي.

جان کري د مارچ پر نهمه په بروکسل کې دا خبره کړې ده.

تمه ده جان کري د اروپایي کمېسیون له مشرې اورزلا وان دیرلاین او د هغې له لوړ پوړي ټیم سره په دې اړه مخامخ خبرې وکړي.

په واشنګټن کې د نوي ادارې له راتلو راهیسې دا لومړی ځل دی چې دا دواړه لوري مخامخ خبرې سره کوي.

دا لیدنه داسې مهال کېږي چې تمه ده د چاپیریال د بدلون په اړه د ملګرو ملتونو ۲۶مه غونډه په نوومبر میاشت کې په سکاټلنډ کې ترسره شي.

جان کري خبرداری ورکړی چې د سکاټلنډ په ګلاسکو کې دا غونډه به د اقلیمي بدلونونو په چارو کې وروستۍ ښه فرصت وي. هغه هیله وښوده چې نړۍ به له دې فرصته ښه ګټه واخلي.

تېره میاشت وروسته له هغه چې د امریکا نوي ولسمشر جوبایډن واک واخېست، د امریکا متحده ایالات د اقلیمي بدلون سره د مبارزې برخه کې د پاریس له تړون سره بېرته یوځای شو. اروپایي مشرانو د دې اقدام تود هرکلی وکړ.

د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۷ میلادي کال کې له دې تړونه امریکا ایستلې وه.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...