Home » افغانستان » جان کربي: که مو پر ځواکونو کوم برید وشي نو له سخت ځواب سره به مخ شي
رویداد خبري آژانس

جان کربي: که مو پر ځواکونو کوم برید وشي نو له سخت ځواب سره به مخ شي

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي وایي د ځواکونو د وتلو په موده کې یې که پر ځواکونو هر ډول ترهګریز برید کېږي نو له سخت او قوي ځواب سره به مخ شي.

 جان کربي په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي د جو بایډن ادارې د ټولو اړخونو تر سنجولو وروسته د ځواکونو د ایستلو پرېکړه کړې ده او د سپټمبر تر یوولسمې به دغه سرتېري وځي.

نوموړي ویلي دوی په دې موده کې تمه لري چې پر ځواکونو یې هېڅ ډول ترهګریز برید و نه شي، خو که له داسې کومې پېښې سره مخ شي په پوره قوت به سخت ځواب ورکړي.

 کربي همدا راز ویلي دوی په افغانستان کې د وسله والوطالبانو ټول فعالیتونه څاري او په خبره یې امریکا هېڅ وخت له دې غافله نه ده چې وضعیت کوم لوري ته روان دی.

هغه ویلي چې امریکا د افغانستان تر څنګ ولاړه ده او اوس امریکايي چارواکي پر دې کار کوي چې له افغانستان سره په راتلونکې کې کومې امنیتي همکارۍ کولی شي.

هغه ټینګار کړی چې دوی به له افغان پوځ او افغان حکومت خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي، خو په دغه هېواد کې به پوځي حضور و نه لري بلکې پر ځای به یې ديپلوماتیک حضور پیاوړی شي.

کربي په افغانستان کې د ځينو هېوادونو راتلونکې لاسوهنې هم اندېښمنوونکې وبللې خو تمه یې ښوودلې چې افغانان په خپلو کې سره کېني او روانې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...