په افغانستان کې د امريکايي پوهنتون اسټرالياوی استاذ تيموتي ويکس چې په ۲۰۱۶ زېږديز کال کې د طالبانو له لوري اختطاف شوی و وايي، اړتيا ده چې نړۍ د افغانستان اوسنيو واکمانو ته وخت ورکړي او تعامل ورسره وکړي.
نوموړي د ترکيې له اناطولي اژانس سره په مرکه کې ويلي، دامهال د افغانستان د مخکيني پارلمان له ځينو غړيو سره په اسټراليا کې د افغانانو لپاره مرستې راټولوي او زياتوي، غواړي بېرته افغانستان ته لاړ شي او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانانو ته کار وکړي.
ويکس په خپله دې مرکه کې زياته کړې، هغه مهال چې نوموړی د طالبانو په بند کې و، نو د افغانستان د خلکو او په ځانګړې توګه د ماشومانو ژوند او کړاو يې له نږدې لېدلی او د نوموړي په خبره هماغه وخت يې پرېکړه وکړه، چې تر خوشې کېدو وروسته به له افغانانو سره د مرستې لپاره هر زار هڅې وکړي.
ويکس له اهل هنود افغانانو هم غوښتي چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي؛ ځکه د نوموړي په باور په افغانستان کې ټولشموليت کرار کرار يقيني کېدونکی دی.
نوموړي ويلي، د اهل هنود افغانانو د ستونزو او هېواد ته د هغوی د بېرته راستنېدو په اړه يې د افغان اهل هنودو مشر نريندر سينګ خالصه ته د حقاني شبکې له مشر سراج حقاني سره د ناستې زمينه برابره کړې وه او په دې اړه دواړو رغنده خبرې کړي دي.
تيموتي ويکس له اناطولي سره په مرکه کې د طالبانو له لوري د نيول کېدو، بند او د خوشې کېدو خاطرې يادې کړي؛ خو د مرکې په دوام کې يې ويلي، چې افغان دی او غواړي د افغانستان پاسپورټ واخلي.