Home » افغانستان » ترکیه او امریکا:د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر پر امنیت مو رغنده خبرې لرلې
رویداد خبري آژانس

ترکیه او امریکا:د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر پر امنیت مو رغنده خبرې لرلې

ترکیه وايي د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر په اړه یې له امریکا سره مثبتې او ګټورې خبرې لرلې دي.

ترکیې ویلي چې ددفاع وزیر خلوصي اکار له خپل امریکایي سیال  لائید آستن سره د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د امنیت پر تامین خبرې کړې دي او دا خبرې رغنده او اغېزناکې وې.

ترکي لوري ویلي چې خبرې پای ته نه دي رسېدلي بلکې ادامه لري تر دې چې د کابل هوایي ډګر امنیت ترکي ځواکونو ته وسپارل شي.

د امریکا ددفاع وزارت هم په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې ګټورې او اغېزناکې خبرې یې لرلې او ترکیه به د یوه ښه متحد په توګه د سرتېرو تر وتلو وروسته په افغانستان کې د امنیت په تامین کې رغنده رول ولوبوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...