د تخار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست وايي، چې د دې ولايت د شاتو فارم لرونکي سږکال ۸۰ ټنه شات توليد کړي دي.
چارواکي وايي، چې دشاتو مچيو روزونکو د اتو ټولنو په اډانه کې دشاتو مچيو ۴۰۰ فارمونه چې، د شاتو نه زره صندوقونه په کې دي فعاليت کوي.
د تخار د کرنې ریاست چارواکي وایي، په دې وروستيو کې دشاتو مچيو دصندوقونو په ډله کې دوه زره نوي صندوقونه هم زيات شوي دي.په دې ولايت کې دشاتو دپروسس يوه فابريکه هم فعاليت لري، چې د ورځې د۵۰۰ ټنه شاتو دپروسس وړتيا لري.