Home » افغانستان » بښنې نړيوال سازمان: کابل او نوورو ولايتونو کې چاڼيز عمليات د بشري نورمونو نقض دی

بښنې نړيوال سازمان: کابل او نوورو ولايتونو کې چاڼيز عمليات د بشري نورمونو نقض دی

په کابل او ځينو نورو ولايتونو کې د امنيتي ځواکونو له لوري د پيل شوو تصفيوي عملياتو پر وړاندې د نړيوالو غبرګونونو په لړ کې، د بښنې نړيوال سازمان هم په خپل تازه غبرګون کې په بېړه د يادو عملياتو د درولو غوښتنه کړې.

دې سازمان نن سې‌شنبه د (کب په ۱۰مه) په خپل ټوېټر کې د رسنيزو راپورونو پر بنسټ ويلي، چې د اسلامي امارت ځواکونو له لوري د يادو عملياتو پرمهال د خلکو شخصي حريم نقض کېږي او دغه راز يې شتمني هم زيانمنېږي.

 د بښنې نړيوال سازمان زياته کړې چې د کور په کور پيل شوو پلټنو په ترڅ کې ښځې اوا نجونې زيان ويني؛ ځکه د نوموړي سازمان په خبره، ياد عمليات د نارينه‌وو له لوري پرته له دې چې د کور خاوند ته خبر ورکړل شي، ترسره کېږي.

بښنې نړيوال سازمان په کابل، پروان او کاپيسا کې د اسلامي امارت ځواکونو له لورې د کور په کور پلټنو چاڼيز عمليات له نړيوال بشري نورمونو سرغوړنه بللې او ژر يې د بندولو غوښتنه کړې ده.

د يادو عملياتو په تړاو برېتانيې هم اندېښنه ښودلې او ټينګار يې کړی چې د اسلامي امارت چارواکي دې ياد عمليات ودروي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...