Home » افغانستان » بښنې نړيوال سازمان: په افغانستان کې د منعه شوو جرمونو ګراف لوړ شوی

بښنې نړيوال سازمان: په افغانستان کې د منعه شوو جرمونو ګراف لوړ شوی

د بښنې نړيوال سازمان يا Amnesty International پرون جمعه د (وږي په ۱۸مه) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته ليګ لېږلی او په دې ليک کې يې د افغانانو بشري وضعيت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې.

په دې ليک کې ويل شوي، چې د نړيوالو قوانينو له مخې منعه شوي جرمونه دا مهال په افغانستان کې په مراتبو زيات شوي، له بشري حقونو په پراخه توګه سرغړونې کېږي او په دې توګه په نوموړي هېواد کې بشري ناورين د پراخېدو په حال کې دی.

د بښنې نړيوال سازمان په دې ليک کې ذکر شوي، چې د داعش ډلې له لوري په افغانستان کې پر مذهبي لږکيو خونړي بريدونه شوي او زياته کړای شوې، چې په دې بريدونو کې هزاره، شعيه، هندوان او سيکان په نښه شوي دي.

نوموړي سازمان ملګرو ملتونو ته په لېږلي ليک ويلي، چې په افغانستان د طالبانو له بيا واکمنېدو سره په سيسټماټيک ډول د ښځو حقونه تر پښتو لاندې شوي زياتوي چې له شپږم ټولګي پورته زده‌کوونکو نجونو ته د دې اجازه نه ورکول کېږي، چې ښوونځيو ته لاړې شي.

د بښنې نړيوال سازمان د بشري حقونو ترڅنګ په افغانستان کې د رسنيو وضعيت هم د ژورې اندېښنې وړ بللی. د نوموړي سازمان په ليک کې ذکر شوي، چې دامهال په افغانستان کې د رسنيو کارکوونکي له جدي سانسور لاندې دي.

د بشري حقونوو فعالان هم د افغانستان بشري وضعيت ناوړه بولي او له اوسني سرپرست حکومت غوښتنه کوي، چې د بشري حقونو د تحقق په برخه کې خپل مسووليت ادا کړي.

د بشري حقونو فعاله ناجيه سعيد په دې اړه وايي:

بشري حقونو تامين په هېوادونو کې حياتي اصل دی. زه هيله لرم چې دغه اصل ته به په افغانستان کې هم جدي پاملرنه وشي او د بشري حقونو په برخه کې به د مثبتو ګامونو د پورته کېدو شاهدان و اوسو.

د بشري حقونو په تړاو د بښنې نړيوال سازمان دا اندېښنه داسې مهال ده، چې لا هم په افغانستان کې ښځو ته د کار او نجونو ته د زده‌کړو اجازه نه ده ورکړل شوې.

پخواني ولسمشر حامد کرزي په تازه څرګندونو کې يو وار بيا له سرپرست حکومت غوښتي، چې له شپږم ټولګي پورته دې د نجونو زده‌کړو دوام ته اجازه ورکړي او پر مخ دې يې تړلي ښوونځي بېرته پرانيزي.

خبریال: احسان‌الله احسان

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...