Home » افغانستان » بښنې نړيوال سازمان: د افغان ميرمنو غږ بايد په ګډه بدرګه شي

بښنې نړيوال سازمان: د افغان ميرمنو غږ بايد په ګډه بدرګه شي

د پښنې نړيوال سازمان د افغان ميرمنو د وضعيت په اړه په يوه تازه بيان کې ويلي، په افغانستان کې د ښځو وضعيت ته په پام سره اړتيا ده چې د افغان ميرمنو غږ په ګډه بدرګه شي.

دې سازمان پرون جمعه د (مرغومي په ۱۷مه) په خپل ټوېټر کې د افغان ميرمنو له يوې خپرې کړې وېډيو سره لېکلي، لا هم په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ميرمنې د خپلو حقونو د تحقق لپاره اعتراضونه کوي.

د بښنې نړيوال سازمان غوښتنه کړې، چې له افغان ميرمنو سره دې د پيوستون په موخه خلک خپل غږ اوچت کړي.

دې سازمان داسې مهال له افغان ميرمنو سره د پيوستون غږ کوي چې د اسلامي امارت له لوري د واک له ترلاسه کولو سره سم، پر ښځو د محدوديتونو لګېدو له امله افغان ميرمنو خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...