Home » افغانستان » بښنې نړيوال سازمان: د افغانستان شتمنۍ په اړه د جوبايډن پرېکړه غير معقوله ده

بښنې نړيوال سازمان: د افغانستان شتمنۍ په اړه د جوبايډن پرېکړه غير معقوله ده

د بښنې نړيوال سازمان د امريکا ولسمشر جوبايډ پر هغه پرېکړه غبرګون ښودلی، چې پر بنسټ ښايي د محکمې له پرېکړې وروسته د افغانستان کنګل کړو پيسو ۳.۵ مېليارد ډالر د سپټمبر ۱۱مې پېښې قربانيانو ته د غرامت په توګه ورکړل شي.

نوموړي سازمان د دوشنبې په ورځ د (ګب په ۲مه) په دې اړه يوه خپره کړې اعلاميه کې ويلي، د سپټمبر ۱۱مې پېښې قربانيان د عدالت او ورته د غرامت ورکولو حقدار دي؛ خو په خبره په نړيوالو بانکونو کې د افغانستان کنګل شوې پيسې د يادې پېښې د عاملانو نه بلکې د افغانستان د خلکو پيسې دي.

د بښنې نړيوال سازمان په اعلاميه کې زياته شوې، په داسې حال کې چې د افغانستان اقتصاد د سقوط په حالت کې دی، نو د دغه هېواد د پيسو د اخيستو پر ځای اړينه ده چې امريکا په افغانستان کې د لوږې مخنيوي او د اقتصادي وضعيت ښه‌والي ته په لومړيتوبونو کې ځای ورکړي.

دې سازمان ټينګار کړی چې د امريکا ولسمشر جوبايډن دې د افغانستان کنګل کړې شتمنۍ په اړه پر خپلې کړې پرېکړې له سره غور وکړي او ياده پرېکړه دې لغوه کړي.

له دې وړاندې د امريکا بهرنيو چارو وزارت ويلي و، تر هغې چې د سپټمبر ۱۱مې پېښې قربانيانو ته د غرامت ورکړې په اړه محکمه پرېکړه ونه کړي، نو د افغانستان پيسې هېڅ ځای ته نه شي لېږدېدای.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...