د امريکا بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن چې دامهال اروپايي هېوادونو ته پر سفر وتلی وايي، ډېری روسي سرتېري پر هغه څه نه پوهېږي چې هېواد يې په اوکراين کې د څه شي لټه کوي؟
نوموړي نن سېشنبه د (کب په ۱۷مه) يوه خبري کنفرانس ته ويلي، چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په اوکراين کې د جګړې له لارې غواړي چې يو خپلواک هېواد تر خپل نفوس او اثر لاندې راولي.
بلېکن زياته کړې، چې د ولسمشر پوتين ورته هڅې د نړيوالو له لوري څارل کېږي او په خبره يې نړيوال به د دې په غبرګون کې نوموړي ته مناسب ځواب ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو له لوري د تازه خپرو شوو شمېرو پر بنسټ، پر اوکراين د روسيې د بريد له امله اروپايي او نورو هېوادونو ته د ورغلو اوکرايني کډوالو شمېر له ۲ مېليونه کسانو هم اوښتی دی.