Home » افغانستان » بلېنکن: له نړيوالو بنسټونو سره په افغانستان کې خپلې هڅې همغږي کوو
رویداد خبري آژانس
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن

بلېنکن: له نړيوالو بنسټونو سره په افغانستان کې خپلې هڅې همغږي کوو

د امريکا بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن وايي، هېواد يې له عامو افغانانو څخه ملاتړ ته ژمن دی او هڅه کوي چې په دې برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

نوموړي نن شنبه د (مرغومي په ۲۵مه) خپل ټوېټر کې لېکلي، چې د ملګرو ملتونو د بشري برخې له مسوول مارټېن ګرېفتيس او د سره صليب نړيوالې کمېټې له مشر پيټر مور سره د افغانستان پر وضعيت او دغلته د امريکا پر هڅو خبرې کړي دي.

بلېنکن زياته کړې، په ياده لېدنه کې چې په انلاين ډول ترسره شوې، له يادو بنسټونو سره په افغانستان کې د امريکا د هڅو همغږۍ پر چټکولو ټينګار شوی دی.

نوموړي په افغانستان کې د افغانانو د ملاتړ په برخه کې د خپلو هڅو د څرنګوالي په اړه نور جزيات نه دي ورکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...