Home » سیمه او نړی » بلوچستان کې د عملياتو پرمهال ۲ پاکستاني پوځيان وژل شوي

بلوچستان کې د عملياتو پرمهال ۲ پاکستاني پوځيان وژل شوي

د پاکستان پوځ ويلي، چې پرون دوشنبه د (لږم په ۹مه) يې دوه پوځيان په بلوچستان کې د چاڼيزو عملياتو پرمهال په وسله‌واله نښته کې وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د مالوماتو له مخې، ياد عمليات د بلوچستان په هرنايي شاهرګۍ سيمه کې د بلوڅ بېلتون غوښتونکو پر وړاندې د استخباراتي مالوماتو پر بنسټ په لار اچول شوي وو. خو د عملياتو پرمهال له بېلتون غوښتونکو سره نښته شوې او ۲ پوځيان په کې وژل شوي دي.

پوځ دا نه دي ويلي چې په ياده نښته کې څو تنه پوځيان ټپيان شوي؛ خو ځايي سرچينو رسنيو ته ويلي، چې شاوخوا ۷ تنه پاکستاني پوځيان په دې نښته کې ټپيان شوي هم دي.

د پاکستان پوځ داسې مهال په بلوچستان کې د عملياتو پرمهال د خپلو دوو پوځيانو د وژل کېدو خبر ورکوي، چې څو ورځې وړاندې بېلتون غوښتونکو د دوو نيول شوو پاکستاني پوځيانو وېډيو خپره کړه.

په دې وېډيو کې بېلتون غوښتونکو د پاکستان پوځ ته يوه اوونۍ وخت ورکړی، چې د يادو پوځيانو د خلاصون په بدل کې نيول شوي بلوڅ فعالان خوش کړي.

خو د پاکستان پوځ بيا د بلوڅ بېلتون‌پالو دې وړانديز په اړه څه نه دي ويلي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...