Home » سیمه او نړی » بلوچستان په پنجګور کې د ۵تنو مړي موندل شوي

بلوچستان په پنجګور کې د ۵تنو مړي موندل شوي

د بلوچستان په پنجګور ولسوالۍ کې د ۵تنو ځايي اوسېدونکو مړي موندل شوي دي. په سيمه کې چارواکو هم ياده پېښه تائيد کړې او ويلي يې دي چې ياد کسان په ډزو وېشتل شوي.

د چارواکو په خبره د موندل شويو جسدونو په اړه د عدلي طب موندنې ښيي چې له ډلې يې دوه تنه په خپلو کې سره سکه وروڼه دي. دوی ويلي چې له څېړنو وروسته يې جسدونه خپلو کورنيو ته سپارلي دي.

د يادو کسانو د وژنې مسووليت بلوڅ بېلتون پالو په غاړه اخيستی دی. که څه هم يادو بېلتون پالو د وژل شويو ۵تنو د وژنې په اړه وضاحت نه دی ورکړی، خو تل يې په ورته توګه وژل شوي کسان د پاکستان له اسختباراتو سره تړلي بللي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...