د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې اوه پولیس د طالبانو سره په نښته کې وژل شوي دي.
د یاد ولایت د چهاربولک ولسوال ذبیح الله ذاهد رسنیو ته ویلي چې د پولیسو پر یوه پوسته د طالبانو د برید په پایله کې د یادې پوستې ۷ تنه سرتیري وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې یاده پوسته په تیمورک سیمه کې د مزار ــ شبرغان لویې لارې پر سړک پرته ده.
چارواکي وايي څو ورځې مخکې د مزار شریف ــ شبرغان لاره په تیمورک سیمه کې د څو ساعتونو لپاره د تګ راتګ پر وړاندې بنده وه.
د معلوماتو له مخې چهاربولک ولسوالي د مزار شریف په ۳۰ کیلومترۍ کې پرته ده، د چهاربولک ولسوال وايي د یادې ولسوالۍ نژدې نیمايي برخه له طالبانو سره ده.
په بلخ کې چهاربولک ولسوالي ناامنه بلل کیږي.
وسلوالو طالبانو د پیښې په اړه څه نه دي ویلي.