د وسله والو طالبانو ویاند وایي چې د بلخ د مرکز مزار شریف، پکتیکا په مرکز ښرنه او میدان وردګو په مرکز میدان ښار کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تېره ورځ د روزګان د مرکز ترينکوټ، زابل د مرکز قلات او همدا راز د لوګر د مرکز پل عالم نیولي دي.
بلخوا د رسنیو راپورونو له مخې د ترينکوټ او قلات ښارونه په سوله ایز ډول او بی له مقاومت څخه طالبانو ته تسلیم شوي دي. په دې ډول سره طالبانو په یوه اونی کي د افغانستان د ۳۴ ولایتونو څخه ۱۷ تر خپل کنټرول لاندی راوستلي دي.
په ورته وخت کې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې پرون جمعه (د زمري ۲۲مه نېټه) له یوې امنیتي غونډې وروسته د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وسله والو طالبانو ته په خطاب کې وویل چې “دولت د وحشت او ابو جهل د لښکر پر وړاندې درېږي او د دې يرغل پر وړاندې به ملي مقاومت په ټول قوت سره حمايه کوي. ټول امکانات به د وسلهوال پوځ او ملي مقاومت په واک کې ورکول کېږي.”
په ولسمشرۍ ماڼۍ کې تېره ورځ ولسمشرغني په مشرۍ د افغانستان پر وروستي امنیتي وضعیت بحث وشو.
چې تراوسه د دغه غونډې پوره جزییات له رسنیو سره نه دي شریک شوي.
په همدې حال کې د افغانستان د ملي دفاع وزارت نن شنبه (د زمري ۲۳مه نېټه ) په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په درې ولایتونو، هلمند، ننګرهار او میدان وردګ کې ۱۷۲ طالبان وژل شوي او ۱۰۷ نور ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو تراوسه د هلمند، هرات، نيمروز، فراه، بادغيس، غور، کندهار، غزني، سمنګان، سرپل، تخار، بدخشان، بغلان، جوزجان او کندوز مرکزونه نيولي دي.