Home » افغانستان » بشري حقونو:دواړه لوري دې ژر تر ژره روانه جګړه پای ته ورسوي
رویداد خبري آژانس
بشري حقونو خپلواک کمیسیون

بشري حقونو:دواړه لوري دې ژر تر ژره روانه جګړه پای ته ورسوي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون یو ځل بیا له طالبانو او افغان حکومت غوښتي چې د خبرو مېز ته ستانه شي او ژر تر ژره دلته روانه جګړه پای ته ورسوي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پرون یکشنبې په ورځ (د سلواغې۲۷ مه نېټه) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې روانو جګړو عام افغانان سخت زیانمن کړي دي او هره ورځ دوی ته تلفات اړوي نو له همدې امله دا اړینه ده چې ژر تر ژره ددوحې مذاکرات یوې پایلې ته ورسېږي او دلته باید د جګړو د ختمېدو او اوربند سبب شي.

دغه کمېسیون لیکي، چې د جګړو له امله پراخ مادي او معنوي زیانونه افغان ولس ته اوړي او جدي اړتیا ده چې د جګړې پر ځای د هېواد پر جوړولو او انساني حقونو پر خوندي کولو تمرکز او لګښت وشي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون بیا هم له دواړو لورو غواړي چې جګړه د خبرو له لارې ختمه کړي او د ولس غږ ته مراجعه وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...