Home » افغانستان » برېښنا شرکت: د ازبېکستان وارداتي برېښنا بېرته وصل شوه

برېښنا شرکت: د ازبېکستان وارداتي برېښنا بېرته وصل شوه

د افغانستان برېښنا شرکت په يوه تازه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې په ازبېکستان کې د برېښنا سبسټېشنونو تخنيکي ستونزه حل شوې او افغانستان ته د صادراتي برېښنا کچه بېرته خپل اصلي حالت ته راغلې ده.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، د ازبېکستان په تيلي مرجان سبسټېشن کې تخنيک ستونزه حل او ورسره نن پنجشنبه سهار د (مرغومي په ۲۳مه) افغانستان ته د دغه هېواد د صادراتي برېښنا د کمښت ستونزه هم حل شوه.

پرون چهارشنبه د افغانستان برېښنا شرکت اعلان وکړ، چې ازبېکستان د تخنيکي ستونزو له امله افغانستان ته د صادراتي برېښنا کچه ۶۰ سلنه کمه کړې ده.

دې شرکت ويلي وو چې د يادې ستونزې له امله د کابل په شمول ۱۶ ولايتونه د برېښنا د پرچاوۍ له ستونزې سره مخ ول.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...