د افغانستان برېښنا شرکت خبر ورکړی چې ازبېکستان افغانستان ته د خپلې صادراتي برېښنا کچه ۶۰ سنله کمه کړې ده.
دې شرکت نن چهارشنبه د (مرغومي په ۲۲مه) يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د ازبېکستان له لوري دغه اقدام له افغانستان سره له همغږۍ پرته شوی دی.
په خبرپاڼه کې د ازبېکستان چارواکو له قوله ويل شوي، د برېښنا کمېدل په تيلي مرجان سبسټيشن کې د تخنيکي ستونزو له امله رامنځته شوي.
له دې سره د افغانستان په شاوخوا ۱۶ ولايتونو کې د برښنا کمښت رامنځته شوی دی.