Home » سیمه او نړی » برېتانيا له اوکراين څخه د خپلو وګړو د ايستنې عمليات چټک کوي

برېتانيا له اوکراين څخه د خپلو وګړو د ايستنې عمليات چټک کوي

د برېتانيا بهرنيو چارو وزيري ليز ټرس يو ځل بيا په اوکراين کې پرې مېشتو برېتانويانو غږ کړی چې ژر تر ژره له دې هېواد څخه ووځي.

نوموړې تازه په خپل ټوېټر کې ليکلي، هغه برېتانويان چې لا هم په اوکراين کې پاتې دي، له سوداګريزو لارو چارو په ګټنې سره دې له اوکراين څخه د وتلو جدي هڅه وکړي.

ليز ټرس زياته کړې، په اوکراين کې د بريتانوي وګړو د امنيت خونديتوب ورته خورا لومړيتوب لري او د همدې لپاره هڅه کوي چې له نوموړي هېواد څخه د برېتانويانو د ايستنې په موخه مرستندويې ډلې لا پياوړې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين له اوکريان د دونيڅک او لوهانس دوې بېلې شوې سيمې د خپلواکو دولتونو په توګه په رسميت وپېژندې. دې پرېکړې د امريکا او اورپايي هېوادونو توند غبرګونونه له ځان سره لري.

د يادو غبرګونو په ترڅ کې د برېتانيا لومړي وزير بوريس جانسن د اوکراين په تړاو د يوې نړيوالې بېړنۍ غونډې د رابللو غوښتنه کړې ده.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...