د برېتانيا دفاع وزير بن والس وايي، د دې امکان شته چې برېتانيا او متحدان يې پر اوکراين د روسيې د بريد په ترڅ کې ياد هېواد ته سرتېري ولېږي.
نوموړي دا څرکندونې د تېر پنجشنبې په ورځ د (لېندۍ په ۲۵مه) د هغې اعلاميې په تعقيب کړي چې د بن والس او د اوکراين دفاع وزير اوليکسي يوريوويچ رزنيکوف له لوري په ګډه خپره شوې وه.
په دې اعلاميه کې ويل شوي، برېتانيا د اوکراين له خلکو سره اوږه په اوږه ولاړه ده او په هره سختۍ کې يې لاسنيوي ته تياره ده.
خو بن والس په تازه څرکندونو کې ويلي، چې د روسيې له لوري د اوکراين خلاف اقدام کولو په صورت کې به خپل سرتېر له اوکراين څخه د دفاع په موخه دې هېواد ته ولېږي.
نوموړي دا هم ويلي چې د ورته اقدام په صورت کې به پر روسيې ډېر او سخت بنديزونه وضعه شي. بن والس داسې مهال اوکراين ته د خپلو سرتېرو ته د لېږلو احتمال بيان کړی چې روسيې له امريکا غوښتي، څو د روسيې او د دغه هېواد په ګاونډ کې د ناټو د نفوذ زياتولو مخنيوی وکړي.