Home » سیمه او نړی » بریـټانیا له اسراییلو غوښتي چې د ایران پر وړاندې غچ اخیستونکی اقدام ونه کړي

بریـټانیا له اسراییلو غوښتي چې د ایران پر وړاندې غچ اخیستونکی اقدام ونه کړي

د بریـټانیا د بهرنیو چارو وزیر «ډېویډ کامرون» د ایران د غچ اخیستونکي برید له ترسره کولو یوه ورځ وروسته له اسراییلو غوښتي چې د ایران پر وړاندې غچ اخیستونکی اقدام ونه کړي.

د رویټرز د راپور له مخې، کامرون نن د وري ۲۷مه له رسنیو سره په مرکه کې ویلي چې د ایران توغندیز او ډرون بریدونه د یاد هېواد لپاره ماتې ده.

د بریـټانیا د بهرنیو چارو وزیر همداراز سکای نیوز ته ویلي: “دا برید تقریباً یوه بشپړه ناکامي وه او دوی نړۍ ته وښودله چې دوی په سیمه کې شیطاني ځواک دی چې دا برید ترسره کوي. موږ هیله لرو چې هېڅ ډول غچ اخیستونکی ځواب ورنکړل شي.”

کامرون له بي بي سي ټلویزیون سره په مرکه کې دا هم ویلي: “زما په اند اسراییل فکر کوي چې باید ځواب ورکړي، ځکه چې برید شوی دی، خو د ملګرو په توګه موږ له دوی څخه غواړو چې فکر وکړي او له هوښیارۍ کار واخلي.”

ایران د سوریې په پلازمینه دمشق کې پر قونسلګرۍ د برید په غبرګون کې د اسراییلو پر لور لسګونه بې پیلوټه الوتکې او توغندي وتوغول.

اسراییلو ویلي چې د امریکا او برتانیې په ګډون د خپلو متحدینو په همکارۍ یې د ایران د ۳۰۰ توغندیو او بې پیلوټه الوتکو څخه یې ۹۹ سلنه له منځه وړي دي.

بلخوا ملګرو ملتونو او هېوادونو دا بریدونه وغندل او له له ښکېلو لوریو یې د کړکېچ او دښمنیو د کمولو لپاره د زغم غوښتنه وکړه.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

نتانیاهو: که حماس پاتې برمته شوي کسان راخوشي نه کړي بیا غزې ته ستنیږو

د اسراییلو صداعظم بنیامین نتانیاهو ...